جان کيري: په نړۍ کې د بېلابېلو ترهګريزو بريدونو سرچينه پاکستان دى
سلام خان سلام خان

د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي نن مازيګر دامريکا دسنا مجلس دبهرنيو اړيکو دکميټې له رئيس جان کيرى سره و کتل، په دې کتنه کې چې د جمهوري رياست په ارګ کې وشوه دواړو لورو د افغا نستان او سيمې دحالاتو ، ددواړو هيوادو نو ترمنځ دستراتيژيکې همکاريو د سند دبرا برولو اود اسا مه بن لادن له وژل کيدو وروسته دبدلونونو په باب خبرې اترې وکړې دغه را ز دواړو لورو د تروريزم پرخلاف پرمبارزي او په سيمه کې د سولې او د ايمې ثبات دټينګښت په مقصد د افغا نستان او ا مريکا ترمنځ پردوامدارو همکاريو ټينګار وکړ.

 تردی وړاندی  جان کیری  دبلخ ولایت په مرکز مزارشریف کی  په یوه خبری ناسته کی و ژورنالستانو ته دخپلو خبرو په طرڅ کی وویل  چی، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې، چې څومره بريدونه شوي، له پاکستان يې سرچينه اخيستى ده،جان کيري دغه څرګندونې  د غويي په ۲۴مه، د بلخ په مرکز مزارشريف ښار كې له غرمې وروسته د بلخ له والي عطا محمد نور سره له يوې كتنې وروسته خبريالانو ته وكړې،هغه زياته کړه، سربېره پر دې، چې پاكستان دمګړى د ترهګرو له ګواښ او له يو شمېر جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دى؛ خو بيا هم دوى د پاكستان همكاريو ته اړتيا لري،

نوموړي زياته كړه: ډېرى حملې، چې په بهر كې شوې، له پاكستان څخه يې سرچينه اخيستې دی.خو دهغه په وینا،بیا هم نه غواړی چی له پاکستان سره اړیکی پری کړې.

جان كېري وويل: موږ غواړو، چې پاكستان زموږ دوست وي او د افغانانو احترام وكړی،نوموړي زياته كړه، چې د امريكا د متحده ايالتونو ولسمشر بارك اوبا او د دغه هېواد ولس وعده كړې، چې افغانان به يواځې نه. پرېږدي، له دوى سره به د ترهګرۍ او افراطيت خلاف مبارزه كې پوره ونډه اخلی،دهغه په وینا دوی هځه کوی چی په افغانستان کی سولی او پراختیا ته لاره هواره کړی.جان کیری وویل افغانان جنګ او افراطیت نه،بلکی سوله غو ښتونکی خلګ دی،نوموړي زياته كړه، دوى هڅه كوي، چې افغانانو ته داسې زمينه برابره كړي، چې د خپل راتلونكي په اړه په خپله تصميم ونيسي،امريکايي سناتور وويل، چې د بلخ له والي عطا محمد نور سره يې د افغانستان د راتلونكې په اړه اوږدې خبرې وكړې،د بلخ والي عطا محمد نور وويل، چې دى له امريكا سره د مركزي ادارې او ملي شورا له لارې د اوږدې ستراتيژيكې همكارۍ غوښتونكى دى او اړتيا ورته لري.

نوموړي زياته كړه، چې د امريكا د سنا مجلس له غړي سره يې د امنيت، ديموكراسۍ، د ترهګرۍ او نشه يي توكيو پر وړاندې د مبارزې او د ښې حكومتدارۍ په اړه اوږدې خبرې وكړې،د جان كېري په وينا، كه څه هم د افغانستان ډېرو ولايتونو ته يې سفرونه كړي، خو دا لومړى ځل دى، چې مزارشريف ته يې سفر وكړ،نوموړى نن سهار پر يوه رسمي سفر افغانستان ته راغلى و او ټاکل شوې ده، چې له افغانستان څخه وروسته اسلام اباد ته هم ولاړ شي

دا لومړی ځل دی چې یو امریکايي چارواکی په دومره صراحت له پاکستانه غواړي چې د افغانستان ګټو ته درناوی وکړي،ده همداراز وویل، باور لري چې تر دې ښه اقدامات کېدای شي او د امریکا او پاکستان په اړیکو کې جدي پوښتنې شته چې باید ورته ځواب وویل شي.خو موږ په دې لټه کې نه یو چې اړیکې سره وشلوو، بلکې هڅه کوو چې اړیکې جوړې کړو،د امریکا د کانګریس غړیو دا پوښتنه مطرح کړې چې ایا پاکستان په خپله خاوره کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته له سخت دریځو سره په مبارزه کې جدي دی او کنه،

د کانګریس ځینو غړیو حتی ویلي چې له پاکستان سره دې د امریکا مرستې وځنډول شی،پاکستان دا تورونه رد کړي چې د دغه هیواد په خاوره کې د اسامه بن لادن وژل کېدا د القاعده شبکې د مشرد په پټېدو کې پاکستان شریک و یا دا چې دې هیواد بې کفایتي کړې ده،کیري چې د اوباما د دیموکرات ګوند غړی دی او له اوباما سره نژدې اړیکې لري، تېره اوونۍ ویلي و چې دا ډېره سخته ده چې ومني  اسامه بن لادن دومره ډېر وخت په پاکستان کې د چا له له اطلاع پرته اوسېدای شوای،جان کیري د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به د طالبانو د مشرملاعمرپرضد هم هغسي برید وکړي چې په ایبټ اباد کې یې د اسامه بن لادن پرضد وکړ، وویل

امریکا پر ټولو انتخابونو غور کوي،ده داهم وویل چی دامریکا متحده ایالتونه دځان ددفاع لپاره هر از اقدانات دخپل ځان حق  بولی .پای  

 

 


May 15th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی